دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 114389
جمهور رئیس غني د پکتیکا ولایت د سرحدي ځواکونو د ۴۰۲ زون اتم کنډک ته د شجاعت عالي دولتي نښان ورکول منظور کړل
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د یو فرمان په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د ۴۰۲ زون د اتم کنډک مېړنیو افسرانو او ساتونکو ته د هېواد د سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په خاطر د شجاعت عالي دولتي نښان منظور کړ.
جمهور رئیس غني د یاد کنډک د افسرانو او ساتونکو مېړانه او زړورتیا چې د چنګاښ په ۱۰ یې د پکتیکا ولایت اشکین ولسوالۍ کې د هېواد له سرحدونو څخه دفاع وکړه، وستایله .
د هېواد جمهور رئیس د یاد کنډک د منسوبینو د زړه ورتیا او اتلولۍ د تقدیرولو په خاطر، د هېواد د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۹ فقرې له حکم سره سم، نوموړي کنډک ته د شجاعت عالي دولتي نښان او د یاد کنډک منسوبینو ته د یوې یوې میاشتې بخششي معاش ورکول منظور کړ.
د جمهور رئیس په لارښوونه شهید نجیب الله ته چې د افغانستان د خلکو له دښمنانو سره په مقابله او د هېواد د سرحدونو د دفاع په لاره کې یې خپل ځان نذرانه کړ، له دوهم ساتنمن څخه د افسري لومړۍ رتبې ته فوق العاده ترفیع منظور شوه.
همدارنګه جمهور رئیس د شهید نجیب الله کورنۍ ته د یو باب اپارتمان کیلي تسلیم کړه او د کورنیو چارو وزارت ورته د ملي پولیسو افتخاري نښان ورکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbwab89rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته