کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د ایران د اټومي هوکړه لیک هرکلی وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سرطان 1394 ساعت 15:58


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د ایران د اسلامي جمهوریت او د ۵+۱ هېوادونو تر منځ د اټومې هوکړه لیک هرکلی وکړ.

د راپورونو په اساس د ایران اسلامي جمهوریت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو (امریکا متحده ایالات، برتانیا، فرانسه، روسیه او چین) او المان له اوږدو مذاکراتو وروسته اټومي هوکړې ته ورسېدل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ایران اسلامي جمهوري حکومت او خلکو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ ټینګار وکړ ، چې د افغانستان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او همدارنګه د هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي مناسباتو د پراخېدو لامل کېږي


د مطلب کود: 114402

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114402/جمهور-رئیس-غني-د-ایران-اټومي-هوکړه-لیک-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com