دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 114437
عامې روغتیا وزیر په فراه ولایت کې یو روغتیایی مرکز پرانیست او د یوه بل روغتیایی مرکز بڼسټ ډبره یې کيښوده
عامې روغتیا وزیر په فراه ولایت کې یو روغتیایی مرکز پرانیست او د یوه بل روغتیایی مرکز بڼسټ ډبره یې کيښوده.
 دافغانستان دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز فراه ولایت ته سفر وکړ او ددې ولایت د روغتيايی وضعیت د ارزونې ترڅنګ، پدې ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوتې روغتیايي مرکز یې پرانیست او یو د روږدو کسانو د درملنې د یوه ۵۲ بستریزه مرکز بڼسټ ډبره یې کيښوده.
د فراه ولایت د مهاجرینو د ښارګوټې مرکز د قطر د یوه شیخ په مالی مرسته په پاخه او اساسي توګه رغول شوی دی چې ددې ښارګوتې څه باندې پنځه زره کورنې د هغې د روغتیايي خدمتونو څخه برخه من کیږي.
همداراز د روږدوکسانو د درملنې ۵۲ بستیزه مرکز چې په رغیدنه یې څه باندې ۱۸۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځی، د روغنې چارې یې د یوه کال په بهیر کې سرته رسیږي. دغه مرکز هم د قطر د یوه تن وکړې شیخ علی په مالي مرسته رغول کیږي.
عامي روغتیا وزیر ددغو مرکزونو پرانیستل او روغول يې ددې ولایت د روغتیايي خدمتونو د ودې او پراختیا په برخه کې يو اغیزمنه مثبت ګام وباله او هیله یې وښوده چې ددغو مرکزونو روغتیايي خدمتونه وکړای شې ددې ولایت د اوسیدونکو روغتیايی اړتیاوې او ستونزې تر یوه بریده لري کړي.
همداشان عامې روغتیا وزیر دې ولایت ته د خپل د سفر په لړ کې د یاد ولایت د ولایتې روغتون د رغونې چارې له نږدې وکتلې او ددې روغتون د روغنې د بهیر په ګړندي توب یې ټینګار وکړ او ددې ولایت د سیمییزه چارواکو په تیره بیا د عامې روغتیا ریاست له مسئولینو څخه يې وغوښت چې د دیاد روغتون د روغنې چارې په کلکه وڅارې څو د تاکړشوي معیارونو سره سم ورغول شي.
ډاکټر فیروزالدین فیروز، دیوې ناستې په ترڅک کې د فراه والی محمد آصف ننګ او د ولایتي نورو دسیمییزه چارواکو سره د یاد ولایت د روغتیایی وضعیت په باب خبرې وکړې او ویې ویل: کڅه هم پدې ولایت کې د روغتیا په برخه کې یولړ کارونه ترسره شوې خو دماشومانو د خوارځواکې پيښو زیاتوالی او د روان کال په بهیر کې د ماشومانو د ګوزڼ د پنځو پيښو رامنځته کیدل ددې لامل شوی څو دې ولایت ته خپله زاته پاملرنه واړوي او ددغو روغتیایی ستونزو د لري کولو په باب یوه لازمه او عملي کړنلاره ترلاس لاندې ونیسي.
عامې روغتیا وزیر زیاته کړه: د فراه ولایت ماشومان ددې وړ ندې چې په خوارځواکې او د پولیو په ناروغۍ اخته شي، دوی حق لري چې د نورو ماشومانو په څیر د لازمې روغتیا او سلامتیا څخه برخمن وي. کله چې یو ماشوم په خوارځواکي او ګوزڼ ناروغۍ اخته شي هغه د کورني او ټولنې پر وږو پروت وي، او په راتلونکي کې حتی نشي کولای خپل عبادت په سمه توګه ترسره کړي، نو ددې موضوع د اهمیت په خاطر د روغتیا د نړیوالې ادارې او د یونیسف ادارې په شمول، د نړیوالو ادارو استازو سره یوځای دې ولایت ته راغلی ترڅو ددې ولایت روغتیايي وضعیت له نږدې وڅیړي او یوه ګډه کړنلاره پدې باب جوړه او پلي کړي.
د فراه والی محمد آصف ننګ هم د موضوع په باب خبرې وکړې او د عامې روغتیا وزیر څخه یې مننه وکړه چې خپله پاملرنه یې دې وروسته پاتې او لرې پرتې ولایت ته اړولې ده او همداشان ددې ولایت د روغتیایی وضعیت د ښوالي په باب یو لړ وړاندیزونه یې د عامې روغتیا وزیر سره یې شریک کړل.
همدارنګه عامې روغتیا وزیر د خپل د سفر په بهیر کې د هیرات ولایت د سیمیزه روغتون څخه هم لیدنه وکړه او ددې روغتون د بیلابیلو برخو د کتنې په ترڅ کې، د یاد روغتون موظفینوته لارښونه وکړه چې د ناروغانو د درملنې په اړه لازیاته پاملرنه وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmjdyew6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته