کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور ریس غني د امریکا لوی درستیز سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 سرطان 1394 ساعت 9:55


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني ، پرون ماسپښین د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي سره، چې د یو پلاوي په مشرتابه کابل ته راغلی وو، وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره په امنیتي برخه کې د امریکا د مرستو په اړه بحث وکړ.
جمهور ریس غني او د امریکا لوی درستیز تروریزم او افراطیت د سیمې او نړۍ لپاره لوی خطر وګاڼه، له دغې پدیدې سره د مبارزې په لاره کې یې په ګډه همکاري ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 114551

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114551/جمهور-ریس-غني-د-امریکا-لوی-درستیز-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com