کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

5 تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول.

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 سرطان 1394 ساعت 12:05


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کاپیسا، کندهار او ارزګان ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۵ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.


د مطلب کود: 114560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114560/5-تنه-د-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com