کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما د افغانستان په شمال کې د ملکي وګړو وژنه غندي

د صدای افغان خبری آژآنس(آوا) , 31 سرطان 1394 ساعت 17:19



د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر )یوناما( د فاریاب ولایت – په المار ولسوالۍ کې دیوه بم د چاودنې له امله د لږ تر لږه ۱۹ ملکي وګړو وژل او د ۲۸ نورو ټپي کیدل غندي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، ښاغلي نیکولاس هیسم وویل : ” په یوه مارکیټ کې د ملکي
وګړو پر وړاندې دغه ناوړه برید د انسانانو ژوند ته د نه درناوي ښکارندویي کوي. یوناما په کراتو دهغو وسلو د کارولو د
ژر تر ژره بندولو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې کارول کیږي او په بې توپیره توګه ملکي
وګړي وژني. “
یوناما په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله غمرازي څرګندوي او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.


د مطلب کود: 114669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114669/یوناما-د-افغانستان-په-شمال-کې-ملکي-وګړو-وژنه-غندي

آوا
  https://www.avapress.com