کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۷ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 3 اسد 1394 ساعت 10:58


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په زابل او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۷ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۳ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۱۰ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کاپيسا اوهلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي


د مطلب کود: 114741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114741/۷-تنه-د-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com