کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کې دیوې څلور کسیزې ترهگرې ډلې نیول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 اسد 1394 ساعت 13:04


د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانگړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ډلې یو تن قوماندان ملا آغا مشهور په حاجی اکا دده د ډلې له دریو تنو غړو هریو:

- ملا فیض الله مشهور په فیضانی

- ملا سردار

- محمد اخلاص

چې د هلمند ولایت اوسېدنکي دي او د یاد ولایت په لښکرگاه ښار او نهر سراج ولسوالۍ کې یې په یو لړ ترهگریزو ،ورانکارو چارو او سړي تښتونو کې لاس درلود نیولي دي.

نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال منلې چې د لښکرگاه ښار په قلعه سنگ سیمه کې یې ددوه کړیو ماینونو په ځای پرځای کولو کې رغنده ونډه لرله کوم چې له امله یې دوه پولیس ټپیان او یو کوچنی پل ویجاړ شوی دی.


د مطلب کود: 114745

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114745/په-هلمند-ولایت-کې-دیوې-څلور-کسیزې-ترهگرې-ډلې-نیول

آوا
  https://www.avapress.com