ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?> آوا - اتمر: د دوامدار سیمه ییز ثبات لپاره د افغانستان-ازبکستان همکاری اړینه ده - دچاپ وړ نسخه

کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتمر: د دوامدار سیمه ییز ثبات لپاره د افغانستان-ازبکستان همکاری اړینه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1394 ساعت 12:00


د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سه شنبه پر ورځ د ازبکستان جمهوریت له لوړ پوړو امنیتي چارو واکو سره په پلازمېنه تاشکند کې وکتل. په دې لېدنه کې، د دواړو هېوادونو چارواکو، پر دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادي همکاریو، سرحدي مسایلو او د اقتصادي اړیکو پر ودې خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د خپل بهرني سیاست لومړیتوبونه په پنځو حلقو کې تنظیم کړی دی او ګاونډي هېوادونه د افغانستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو په لومړۍحلقه کې ځای لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ټینګار وکړ، چې د افغانستان امنیت د ټولې منځنۍ او ختیځې اسیا د امنیت لپاره مهم دی او په افغانستان کې د سراسري سولې او امن د ټینګښت لپاره د سیمې د هېوادونو مشترکو هلو ځلو ته اړتیا ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و ویل: " زموږ د تحلیل او ارزونې له مخې په سیمه کې ترهګرې ډلو خپل فعالیتونه زیات کړي دي. د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره د استخباراتي معلوماتو دوامدارې تبادلې، د امنیتي اورګانونو د ظرفیتونو لوړولو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لا ډېرې روزنې او تجهیز ته اړتیا ده".

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، ازبکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت یې په سیمه کې د تروریزم او نورو امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره ګډې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. په لېدنه کې دواړو لوریو، د افغانستان-ازبکستان د ګډې پولې د امنیت د ټینګښت او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړې. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار خپل ازبکستاني سیال ویکتور ویلادیمیرویچ محمدوف ته بلنه ورکړه، چې په مناسب فرصت کې له افغانستان څخه لېدنه وکړي.

په دې لېدنو کې د ازبکستان له لوري د هغه هېواد د امنیت د خدمتونو رییس، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت شورا سکرتر او د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیرانو برخه لرله.


د مطلب کود: 114894

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114894/اتمر-د-دوامدار-سیمه-ییز-ثبات-لپاره-افغانستان-ازبکستان-همکاری-اړینه-ده

آوا
  https://www.avapress.com