کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د درملنې لپاره د آلمان هېواد ته روان شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 اسد 1394 ساعت 8:55


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون له غرمې وروسته د خپلې پښې د درملنې لپاره چې په دې وروستیو کې یې زیان لیدلی و، د خپلو معالجو ډاکترانو په مشوره آلمان ته روان شو.

د یادولو وړ ده چې د جمهور رئیس غني پښې ته په دې وروستیو کې د المپیک د ملي ورځې د لمانځنې په مراسموکې زیان رسېدلی و، خو د درملنې بهیر یې د کورنیو او بهرنیو مهمو سفرونو او د نیکمرغه کوچني اختر له امله ځنډ ولی، نن د خپلې درملنې د بشپړولو لپاره آلمان ته روان شو.


د مطلب کود: 114924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114924/جمهور-رئیس-غني-د-درملنې-لپاره-آلمان-هېواد-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com