کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۲۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 اسد 1394 ساعت 14:37


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په ننګرهار،بغلان، کندز،زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۲۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول،۱۶ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.


د مطلب کود: 115405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115405/د-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-۲۳-تنه-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com