کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو د هلمند په موسی کلا کې ۲۵ وسله والو وژلي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1394 ساعت 11:57


په هلمند کې د ملي اردو مسوولين وايي؛ په موسى کلا ولسوالۍ کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څه باندې ٣٠ نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو په يوه اعلاميه کې ويلي چې يوشمېر وسله والو پرون په موسى کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل چې وروسته په نښه کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٣٢ نور ټپيان شول.

اعلاميه وايي، په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په همدې حال کې د موسى کلا ولسوال محمد شريف وايي؛ د دې نښتې پر مهال د طالبانو له خوا يو توغول شوى هاوان پر يوه کور لګېدلى چې يوه اور او لور يې په کې وژل شوي دي.


د مطلب کود: 115435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115435/افغان-ځواکونو-د-هلمند-په-موسی-کلا-کې-۲۵-وسله-والو-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com