الکټرونيکي تذکرې به د زمري په اته ويشتمه نه وېشل کيږي. دا خبره د ارګ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریيس اسرار احمد کريمزي آزادي راډیو ته د خبرو پر مهال کړې.
له دې مخکې پرون له ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي وو چې ولسمشر ويلي چې په امتحاني توګه د الکټرونيکي تذکرو توزيع به تخنيکي ستونزې په ګوته کړي او ټينګار يې وکړ چې د بريښنايي تذکرو د امتحاني وېش پړاو دې پيل شي.
د ارګ د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریيس اسرار احمد کريمزي په وينا؛ د تخنيکي ستونزو له کبله اوس سم وخت نه دی چې دا تذکرې دې ووېشل شي.