کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت لوی ریاست د واکنش یوه قطعه د کابل ګارنیزیون په اډانه کې ځای پر ځای شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1394 ساعت 16:44


 افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتماب ولسمشر د حکم پر بنسټ د زمري د ۲۸ مې یانې د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په ورځو کې د کابل ښار د لا غوره امنیت د ټينګښت،عامه نظم او امنیتي ځواکونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د ملي امنیت لوی ریاست د واکنش یوه قطعه د کابل ګارنیزیون په اډانه کې ځای پر ځای او د نورو امنیتي ادارو سره به اوږه په اوږه ورسپارل شوې دندې ترسره کړي.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت نن د روان لمریز کال د زمري په ۲۶ مه نېټه جوړ شوي وو د کابل ښار د ګارنیزیون عمومی قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن د ملي امنیت لوی ریاست د منسوبینو له سرښندنو او مېړانو څخه په ستاینې ټولو کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو دریغ ونکړي.


د مطلب کود: 115454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115454/د-ملي-امنیت-لوی-ریاست-واکنش-یوه-قطعه-کابل-ګارنیزیون-په-اډانه-کې-ځای-پر-شوه

آوا
  https://www.avapress.com