کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا پوځ د "رابرټ بلیز" عسکرپه اړه خپل رپوټ خپورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 اسد 1394 ساعت 9:00


د امریکا پوځ پرون [سه شنبه] د رابرټ بلیزپه نوم د هغه عسکرپه اړه خپل رپوټ خپورکړ چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یې لږترلږه۱۷ملکي کسان ووژل.

دا پيښه په ۲۰۱۲ [میلادي] کال کې شوې وه.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي، داسې خبرداری موجود وو چې رابرټ بلیزعصبي دی او په تشدد لاس پورې کولای شي، خو چا دا تصور نه وو کړی چې دومره وحیشانه کار به وکړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په رپوټ کې د ځيني نورو پيښو یادونه هم شوې چې د رابرټ بیلزد ناوړه چلند څرګندونه کوي.

رابرټ بیلزپه عمر قید محکوم شوی دی.


د مطلب کود: 115504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115504/د-امریکا-پوځ-رابرټ-بلیز-عسکرپه-اړه-خپل-رپوټ-خپورکړ

آوا
  https://www.avapress.com