کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخدروموادو یوافغان قاچاقبرپه تاجکستان کې ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 اسد 1394 ساعت 9:55


د مخدروموادو یو افغان قاچاقبرپرون [سه شنبه] په تاجکستان کې ووژل شو.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې پرون وویل، دې قاچاقبر هڅه کوله چې د افغانستان له خاورې مخدرمواد ورولیږدوي.

د دې ادارې خبر پاڼه وايي: ((د ملي امنیت د دولتي کمیټې غړو د هغه نیولو هڅه کوله خو هغه مقاومت کاوو او بلاخره وویشتل شو.

هغه یو کلاشینکوف، یو کیلوګرام چرس او څه باندې ۸ کیلوګرامه اپیم درلودل.))

پیښه د تاجکستان په فرخار ولایت کې شوې او یو کلیوګرام چرس هم نیول شوي دي.
د دې قاچاق وړونکي هویت نه دی څرګند شوی.


د مطلب کود: 115505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115505/د-مخدروموادو-یوافغان-قاچاقبرپه-تاجکستان-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com