کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بېلابېلو پېښو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1394 ساعت 14:12


د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې په بېلابېلو پېښو کې یو ماشوم شهید او درې وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز ۳ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي .
نن د وږې په ۴ مه سهار شاوخوا لس بجې د سیداباد ولسوالۍ په شش قلعه سیمه کې د حاجي سیدحسن په نوم د یوه تن په کور کې د وسله والو طالبانو له لورې توغول شوي د هاون مرمۍ لګېدلې،چې له امله یې یو ماشوم شهید شوی او درې نور ټپیان دي.
د یادو ماشومانو عمرونه د لسو او ۱۵ کلونو ترمنځ دي.
همدا راز نن سهار له غرمې مخکې د یادې ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په دغه نښته کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .


د مطلب کود: 115738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115738/په-بېلابېلو-پېښو-کې-۷-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com