کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ بېرته ونیوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 سنبله 1394 ساعت 13:36


افغان چارواکي وايي چې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ یې تیره شپه بیرته د وسله والوطالبانو څخه نیولې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسول محمد رسول ځاځي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاده ولسوالۍ یې د هلمند او کندهار د ګډو امنیتي سرتیرو په همکاري د وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه چې د موسی کلا ولسوالۍ د بیرته نیولو پرمهال شاوخوا ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ټپیان شوي دي.

د تیرې چهارشنبې په شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې میشت افغان سرتیري د دې ولسوالۍ له ځینو سیمو ووتل چې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ولویده.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د موسی کلا ولسوالۍ په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 115850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115850/افغان-ځواکونو-د-هلمند-ولایت-موسی-کلا-ولسوالۍ-بېرته-ونیوله

آوا
  https://www.avapress.com