کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مخالفینو سره یو ځای شوي سیمه ییز پولیس په ګډون ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1394 ساعت 14:33


 د میدان وردګو ولایت په چک او سیداباد ولسوالیو کې د کوچیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې یو وسله وال طالب قوماندان وژل شوی او دوه نور ټپیان دي،همدا راز د مخالفینو سره یو ځای شوی سیمه ییز پولیس د دوی له لورې وژل شوی دی .

د چک ولسوالۍ په درکوه مدو سیمه کې تېره شپه د کوچیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې د وسله والو طالبانو یو قوماندان وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د دغه پېښې وروسته وسله والو مخالفینو د کوچیانو ګڼ شمېر څاروي هم له ځآن سره بیولي،چې اوس مهال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې هم عملیات پیل شوي دي .

په دغه پېښه کې کوچیانو او نورو ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

د یو بل خبر له مخې وسله والو مخالفینو هغه سیمه ییز پولیس تېره شپه وژلی،چې له دوی سره له وړاندې یو ځای شوی وو.

دغه سیمه ییز پولیس حکمت الله نومیده،چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یې د د ندې پر مهال له یو میل کلاشینکوف سره یو ځای د ډاکټرمیرویس په نوم وسله والې ډلې سره یو ځای شوی وو،چې تېره شپه د همدغه ډلې کسانو له لورې د سیداباد ولسوالۍ په حکیم خیلو سیمه کې وژل شوی دی


د مطلب کود: 116227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116227/مخالفینو-سره-یو-ځای-شوي-سیمه-ییز-پولیس-په-ګډون-۴-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com