کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوستې څخه تر لوړ پوړو امنیتي مسؤلین به د خپل چلند په اړه ولسونو ته ځوابونه ووایي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1394 ساعت 14:37


 د میدان وردګو ولایت نظامی شورا چې د دغه ولایت د والي ښاغلي حیات الله حیات په مشرۍ جوړه شوې وه،پرېکړه وکړه،چې د هرې ولسوالۍ د پوستې څخه تر لوړ پوړي امنیتي مسؤل پورې به د دوی د چلند په اړه د اړونده ولسوالۍ اوسیدونکو ته ځوابونه ورکړي .

ښاغلي حیات وویل ګڼ شمېر ولسونو ورسره د لیدنې په ترڅ کې د یو شمېر امنیتي منسوبینو د چلند په اړه نیوکې کړي،چې د دغه ستونزو د حل په موخه به د راتلوونکې اونۍ په ترڅ کې ولسونو ته د امنیتي ځواکونو د ځواب ورکونې لړۍ پیل کړي .

هغه زیاته کړه،په ولسوالیو او مرکز کې به د اړونده سیمو اوسیدونکو ته د پوستې څخه تر لوړ پوړي امنیتي مسؤل پورې حاضر کړي او هغه نیوکې چې لري د دوی پر وړاندې به یې له اړونده منسوبینو سره مطرح کړي،چې د هغوی له لورې به ورته ځوابونه وکړل شي.

نوموړی وايي د ولسوالیو په کچه دغه امنیتي منسوبین به د نظامي شورا د غړو سربېره د ولایتي شورا غړو او د اړونده ولسوالیو د بېلابېلو قریو د مخور په وړاندې د خپل چلند په اړه ځوابونه ووایي .

د میدان وردګو والي وایي له دغه کار څخه یې موخه د ولسونو او حکومت ترمنځ اړېکې غښتلي کول دي،چې په ترڅ کې به دوی د خپل حکومت او په ځآنګړې ډول له امنیتي ځواکونو سره هم همکار شي .

دا په داسې حال کې ده،چې په دې وروستیو کې د سیداباد،چک او نرخ ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د امنیتي ځواکونو د چلند په اړه ولسونو د میدان وردګو والي سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې .


د مطلب کود: 116228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116228/د-پوستې-څخه-تر-لوړ-پوړو-امنیتي-مسؤلین-خپل-چلند-په-اړه-ولسونو-ته-ځوابونه-ووایي

آوا
  https://www.avapress.com