کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې مظاهره چیانو له حکومته وغوښتل چې په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمه ولیکي

19 سنبله 1394 ساعت 15:24


د هرات ولایت په سلګونه اوسیدونکو نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې له افغان حکومت وغوښتل چې په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمه ولیکي.

مظاهره کوونکو ګاونډیان په د افغانستان د خلکو په بې اتفاقه کولو تورن کړل او افغان حکومت ته یې خبرداری ورکړکه د دوی غوښتنې ونه منل شي نو ایران، ترکمنستان او د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته به د هرات لویه لاره وتړي.

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمې د لیکلو په ننګه مظاهری وشوی خو افغان حکومت تر اوسه د مظاهره کوونکو د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 116232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116232/په-هرات-کې-مظاهره-چیانو-له-حکومته-وغوښتل-چې-برېښنايي-تذکرو-د-افغان-کلمه-ولیکي

آوا
  https://www.avapress.com