کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو د افغانستان د برېښنا له سکتور سره د دوه سوه میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1394 ساعت 15:31


د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو د افغانستان د برېښنا له سکتور سره د دوه سوه میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

دا مرسته په دریو کلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته ورکول کیږي چې له امله به یې د افغان پوځیانو اډو ته برېښنا ورسیږي او په لوړه بیه د ډیزلي جنراټورنو د برېښنا کارونه بند کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دا د هېواد لپاره یوه اساسي مرسته ده او کولای شي چې د پوځي اډو تر څنګ په راتلونکي کي ګڼو سیمو ته هم برېښنا ورسوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی هم دغه پروژه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ډېره مهمه وګڼله او ویې ویل چې مونږ په ټول هیواد کې خپل سیسیتم، عملیاتو او ادارو لپاره یوې با ثباته برېښنا ته اړتیا لرو.


د مطلب کود: 116233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116233/ناټو-د-افغانستان-برېښنا-له-سکتور-سره-دوه-سوه-میلیونه-ډالرو-مرسته-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com