کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د دغه وزارت د ولایتي ادارو د کارونو د بررسۍ په موخه هرات ته سفر کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1394 ساعت 15:58


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په لویدیځو ولایتونو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د ریاستونو او مرستندویه ادارو د کارونو د بررسۍ په موخه هرات ته سفر کړی او ژمنه یې کړې چې د دغه ولایت د والي په مشرۍ به د کورنیو بې ځایه شویو د ملي پالیسۍ د تطبیق ولایتي کمیټه جوړه شي .
په دغه سفر کې د کډوالو او راستنیدونکو چاروز وزیر سید حسین عالمي بلخي د هرات له والي محمد آصف رحیمي او یوشمیر نورو دولتي چارواکو سره د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې .
په ورته وخت کې په هرات کې د کورنیو بې ځایه شویو ولایتي ورکشاپ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ، د هرات والي ، دولتي چارواکو او د نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون جوړ شو .
د ورکشاپ په پیل کې د هرات والي دغه ولایت ته د کډوالو او راستنیدونکو وزیر له سفر څخه مننه وکړه او په هرات کې د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو پر هواري یې ټینګار وکړ .
محمد آصف رحیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د بې ځایه شوي کلمه باید له خپل فرهنګ څخه له منځه یوسو او د بې ځایه شویو کورنیو د اوږدمهاله حل لارو لپاره په ګډه کار وکړو .
وروسته بیا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په دغه ورکشاپ کې وویل چې دبې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې او دوې ته د اوږمهاله حل لارو د موندلو په موخه د هرات د والي په مشرۍ د کورنیو بې ځایه شویو د ملي پالیسۍ د تطبیق کمیټه جوړیږي .
په کال ۱۳۹۲ کې د وزیرانو د شورا له تصویب وروسته د کورنیو بې ځایه شویو ملي پالیسي جوړه شوه چې د بې ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د دایمي حل لارو د پیداکولو لپاره د یو اغیزمن او جامع چوکاټ رامنځ ته کول د دغې پالیسۍ عمده موخې جوړوي .
د یا دولو ده چې د ناامنیو او طبیعي پیښو له امله نږدې یومیلیون کسان په کور دننه له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوې دي .


د مطلب کود: 116235

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116235/د-کډوالو-او-راستنیدونکو-چارو-وزیر-دغه-وزارت-ولایتي-ادارو-کارونو-بررسۍ-په-موخه-هرات-ته-سفر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com