کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۱۵۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1394 ساعت 11:02


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کندز، جوزجان، کندهار، ارزګان، خوست، پکتیکا، هرات، فراه او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۵۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۱۵ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار، خوست، غزنی او پکتیکا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.


د مطلب کود: 116309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116309/د-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-۱۵۳-تنه-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com