دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 116656
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ناسم رپوټونه په کلکه ردوي، چې ویلي يې دي د بغلان ډنډې غوري ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته سپارل شوې ده
 
د ۱۳۹۴ لمریز کال د وږي پر ۱۴ نېټه دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني دحکم پراساس یو دولتي لوړ پوړی پلاوي د سرحدونو اوقبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد ګلاب منګل په مشرۍ، چې په ترکیب کې دملي دفاع وزارت استازی جنرال ځلمی نبرد، دچارو ادارې استازی جنرال محمد اسلم مسعود، دلویې څارنوالۍ استازی جنرال خواجه شاه، دکورنیوچارو وزارت استازی مل پاسوال غلام سنایي ستانکزی، دامنیت شورا استازی ډګروال احمد جان ستانکزی، دسیمه ییزو ارګانونو استازی جنرال عبدالحبیب جبارخېل, په ولسي جرګه کې دبغلان دخلکو استازی عبیدالله رامین، دملي امنیت استازی جنرال غلام فاروق او قومي مشر خیال محمد حسیني شامل وه د بغلان ولایت دامنیتي وضعیت دهراړخیزې څېړنې په موخه يې هغه ولایت ته سفر وکړ. د سفر په پیل کې یاد پلاوي لومړی دبغلان له والي ښاغلي سلطان محمد عبادي سره مشورتې لیدنه ترسره کړه. ښاغلي عبادي په یاده لېدنه کتنه کې پلاوي ته دبغلان ولایت دعمومي وضعیت په ځانګړې توګه دامنیتي وضعیت په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړه.

ورپسې یې په جلا جلا توګه دبغلان ولایت له امنیتي مسولینو، دولایتي شورا له رئیس اوغړیو، په ولسي جرګه کې دبغلان دخلکو استازو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، دمدني بنسټونو له استازو او عامو وګړوسره وکتل.

له دوی څخه یې دبغلان ولایت او ولسوالیو دامنیتي وضعیت په ځانګړې توګه دډنډې غوري اودهانه غوري ولسوالیو د امنیتي حالاتو په اړه معلومات ترلاسه کړل او دامنیت دټینګښت په اړه يې ددوی غوښتنې او وړاندیزونه په ځیر واوریدل او د شته ستونزو د حل په لارو چارو یې ورسره مشورې وکړې. چې له زیاتو مشورو او خبرو وروسته د ډنډي غوري ولسوالۍ د قومي مشرانو او د ولایتي ادارې د مسؤلینو تر منځ په ډنډي غوري ولسوالۍ کې د امنیت د تامین په موخه یو تړون لاس لیک شو، چې د دې تړون له امله بیله نظامي عملیاتو څخه د قومي مشرانو په وسیله د بغلان ولایت په ډنډې غوري ولسوالۍ کې جګړی پای ته ورسېدې، د دې ولسوالۍ (۱۵۰۰) بې ځایه شوي کورنۍ بېرته پخپلو کورونو او سیمو کې ځای پر ځای شول، د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوې او د بیا جوړونې کارونه به د ولایتي ادارې له خوا پیل شي، خو یو شمېر کړیو په دې اړه منفي تبلیغات پیل کړي، چې ټول له حقیقت څخه لیري دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل دا لویه لاسته رواړنه بولي، چې د سیمي قومي مشران له دولت سره د خپلو سیمو د امنیت په تامین کې مرسته وکړي. په ډنډې غوري کې هم قومي مشرانو له ولایتي ادارې سره د امنیت د تامین په برخه کې تړون لاسلیک کړ، چې په دې تړون کې د بغلان د والي، امنیه قوماندان، ملي امنیت رئیس، د ولایتي شورا د رئیس او د سولې شورا د رئیس لاسلیکونه شته او د دې تړون له مخې قومي مشران ژمن دي، چې له خپلي سیمي به وسله وال طالبان باسي او د امنیت په تامین کې به له دولت سره همکاري کوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د یو شمېر مطبوعاتو هغه ناسم رپوټونه په کلکه رد کړل، چې ویلي يې و یاد تړون له وسله واله طالبانو سره شوي. ده و ویل، چې یاد تړون له وسله والو طالبانو سره نه، بلکې د ولایتي ادارې او قومي مشرانو تر منځ لاسلیک شوی او په دې تړون کې دا ذکر شوي که په ډنډې غوري کې مشکوک کسان، جنایت کاران او د دولت وسلوال مخالفین ولېدل شي او په تخریبي اعمالو لاس پورې کړي، نو امنیتي ځواکونه کولای شي، چې عملیات وکړي، تر څو تخریب کوونکي ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
ښاغلي منګل وویل، چې د بغلان ولایت ته د سفر پایلې د جمهور رئیس، اجرائیه رئیس او د امنیت شورا له خوا ستایل شوي او دا يې یو بریالی او له لاسته راوړنو ډک سفر بللی، چې دې ته ورته سفرونه به نورو ولایتونه ته هم وشي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamin6i49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته