کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت د بې کیفیته دوا د له منځه وړلو لپاره له معتبرو شرکتونو درمل اخلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 میزان 1394 ساعت 12:35


د افغانستان حکومت غواړي چې د بې کیفیته دوا د له منځه وړلو لپاره له معتبرو شرکتونو درمل واخلي .

ولسمشرمحمد اشرف غني، پرون [جمعه ] په کابل کې د یو شمېر روغتونونو له ډاکترانو او کارکونکو سره په کتنه کې وویل چې له هنده د ښو درملو د واردولو د چارو مسئولیت یې یوې کاري ډلې ته سپارلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشرغني باورلري چې د مسلکي طبي کارکونکو کموالی، بې کیفیته درمل، د روغتونونو ناسم مدیریت او د روغتونونو د کار د څارنې کمزورتیا داسې [خبیثه] کړۍ جوړه کړې چې د دې هیواد روغتیايي سیسټم یې ځپلی دی.


د مطلب کود: 116771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116771/افغان-حکومت-د-بې-کیفیته-دوا-له-منځه-وړلو-لپاره-معتبرو-شرکتونو-درمل-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com