د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په یو خبري کنفرانس کې د کندز د اوضاع او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
په دغه خبري کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بنسټونو مسوولینو هم حضور درلود، جمهور رئیس د افغانستان خلکو ته د امنیتي ځواکونو د توانایي ډاډ ورکړ او وې ویل، کندز ښار به د ترهګرو ډلو څخه پاک شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، چې د ملي اردو د تازه دمو ځواکونو یو کنډک او همدارنګه د ځانګړو ځواکونو او کوماندو یو شمېر منسوبین کندز ته رسېدلي او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالحمید د دغو عملیاتو رهبري په غاړه لري.
جمهور رئیس وویل، ترهګرو ډلو ملکي خلک سپر کړي دي او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان دولت یو مسوول دولت دی او نه غواړي چې په ښار کې د دښمن پر ضد تصفیوي عملیات د ملکي خلکو د تلفاتو لامل شي.
جمهور رئیس غني په ټینګار سره امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه، چې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
محمداشرف غني وویل، د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي ښه شوې، خو د افغانستان د خلکو دښمنان کوښښ کوي، چې د نورو په اشاره زموږ امنیت اخلال کړي، امنیتي ځواکونه به د امنیت د تامین په برخه کې خپلې هڅې او سرښندنې درېغ نه کړي.