دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 116926
اوباما: نړېوال دې د داعش پر ضد ګډه مبارزه وکړي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر نړیوالو ږغ وکړ چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې / داعش پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

ولسمشر اوباما پرون [سه شنبه] وویل، داعش به حتمي شکست وخوري خو دا کار وخت ته اړتیا لري. بارک اوباما وړاندې وویل:

((بریالیتوبونه را روان دي او ماتې به هم وکتل شي. دا سنتي جګړه یا د یوې ځانګړې شبکې پرضد جنګ نه دی بلکه د یوې مفکورې پر ضد جنګ دي.))

ولسمشر اوباما دا څرګندونې په نیویارک کې هغې غونډې ته وکړې چې د داعش پر ضد ، د مبارزې پر لاروچارو د خبرو لپاره جوړه شوې وه او د ګڼ شمیر هیوادونو مشرانو او دپلوماتانو ګډون په کې درلود.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر د داعش پر ضد پر روانه مبارزه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دې ډلې پر ضد د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د کړنلارې په اړه يې پوښتنې پیدا کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcauin6i49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته