د فراه یوشمیر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان په ډيرو ولسوالیو کې فعال دي او که چیرې د امنیتي ځواکونو شمیر زیات نه شي، د فراه ښار به هم سقوط وکړي. د فراه ښار یو اوسیدونکی وایې:
((په ښار کې څو تروریستي حملې وشوې. موږ له استخباراتي او امنیتي ادارو غوښتنه لرو چې خپله وظیفه سمه ترسره کړي.))
خو د فراه امنیه قوماندان وايي چې امنیتي وضعیت ښه دی او خلک دي اندیښنه نه کوي.
د فراه یو شمېر اوسیدونکي وايي چې لږترلږه په خاک سفید او ګلستان ولسوالیو کې وسله والې ډلې پراخ فعالیت لري.