د ولاديميرپوټين د ادارې مشر سرګي ايوانوف له رایو اخيستلو وروسته وويل چې د شورا د رايي مانا حتماً دا نه ده چې د روسيې مځکني ځواکونه به د سوريې په جګړه کې برخه اخلي. بلکه د ده په وينا، د تاييد رايي د دغه هېواد د هوايي ځواک کارولو په اړه وې.
روسيه په سوریه کې خپل پوځي حضور زياتول غواړي او د دغه هېواد د ولسمشربشارالاسد ملاتړکوي.
حکومتي ځواکونه له تيرو څلورو کلونو راهيسي له اسلامي دولت سخت دريځو او لويديځ پلوه ياغيانو سره په جګړه بوخت دي.