کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له هند سره د کړکیچ د کمولو لپاره یو څلور ماده ییز وړاندیز وړاندې کړ

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 9 میزان 1394 ساعت 12:34


شریف د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې د دې غوښتنه وکړه چې دواړه هېوادونه دې پر هغه کرښه چې کشمیر په دوو برخو ویشي د ۲۰۰۳ کال اوربند رعایت کړي او له قید او شرط پرته دې د سیاچین له سیمې ځواکونه په شاه شي.

هغه همدا راز وړاندیز وکړ چې اسلام اباد او نوی ډیلي دې یو ځل بیا دا یقیني کړي چې په هر ډول شرایطو کې به دوی یود بل په وړاندې ځواک نه کاروي یا به له هغه د ګواښ په توګه کارنه اخلي.

ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیره نن د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.


هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځلې جګړې کړي چی دوه یې د کشمیرپرسر وې.


د مطلب کود: 116973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116973/پاکستان-له-هند-سره-د-کړکیچ-کمولو-لپاره-یو-څلور-ماده-ییز-وړاندیز-وړاندې-کړ

آوا
  https://www.avapress.com