کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسونو باور خپلولو اوښې حکومتولۍ پراختیا په موخه به په اداراتو کې اساسي اصلاحات رامنځته شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 میزان 1394 ساعت 16:46


دغه څرګندونې دکونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي د ولایتي شورا رئیس اوغړو سره په مشورتي ناسته کې وکړې نوموړي وویل د ولسونو او دولت ترمنځ د واټن راکمولو او ستونزو ته درسیده ګۍ په موخه مو دقومي مشرانو ،دیني عالمانو ،ځوانانو او مدني فعالانو سره مشورتي ناستې پیل کړي،څو د خلکو ستونزې او غوښتنې پخپله د ولس دخولې واورو او رسیده ګي ورته وکړو،نوموړي وویل دهر هغه څه سره به جدي مبارزه وکړي چې د ولس باورته زیان اړه وي او د مجازاتو اومکافاتو اصل به په نظر کې ونیول شي، ښاغلي کلیمزي دولایتي شورا له استازو وغو ښتل چې په یاده برخه کې دولایت مقام سره خپل نظرونه شریک کړي .

د ولایتي شورا رئیس او غړو یې د کونړ والي دغه اقدام وستایه او دولایتي شورا دلوري دپوره او دوامداره همکارۍ ډاډ وکړ.


د مطلب کود: 116999

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/116999/د-ولسونو-باور-خپلولو-اوښې-حکومتولۍ-پراختیا-په-موخه-اداراتو-کې-اساسي-اصلاحات-رامنځته-شي

آوا
  https://www.avapress.com