کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳۳ تنه وسله وال مخالفین وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 میزان 1394 ساعت 10:30


د 205اتل قول اردوددریمی پلی لوأمنسوبینودکندهارولایت دمیوند ولسوالۍ او د ده میوندپه سیمه کی پر وسله والومخالفینوبریدترسره کړی (۱) تن قوماندان بریالی په ګډون (9) تنه وسلوال مخالفین وژل شوی او (11)تنه ژوبل کړی دی همدارنکه (4) کړی ډول ډول ماینونه کشف او په سیمه کی یی چاودنه ورکړیده .

ارزگان

ددی ترڅنګ 205اتل قول اردو د څلورم پلی لوأ او افغان کوماندویان دارزګان ولایت د دهراود اوچارچنو ولسوالیو د شاتوغی ،باریکی ،دورشنک په سیمه کې دوسلوالومخالفینود(4) تنه قوماندانانو هریوحاجی محمد مشهورپه غیرت ،جمعه گل مشهورپه قاری اومحبوب په ګډون (24) تنه وسلوال مخالفین وژل شوی همدا رنګه (۲)تنه ژوبل شوی او(4) کړی ډول ډول ماینونه کشف او په سیمه کی یی چاودنه ورکړیده .

د205اتل قول اردو منسوبینو شپه اوورځ هڅی کوی ترڅوخپلو هیواد و الوته دآرامه اوډاډمن ژوند چاپیریال رامنځ ته کړی اووسلوالو مخالفینوته به دا اجازه ورنکړی چی دیادی قوماندانئ د مسؤلیت په ساحه کی دامن نقطه احساس کړی .


د مطلب کود: 117154

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117154/۳۳-تنه-وسله-وال-مخالفین-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com