د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو یو تن ځانمرګی برید کوونکی محمود د نوروز خان زوی هغه مهال چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک یو بکس څخه په ګټنې د ملي پولیسو په اتمې حوزې ځانمرګی برید ترسره کړي باالفعل له چاودېدونکو توکو سره نیولی دی.
نیول شوي ځانمرګي برید کوونکي منلې چې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو زده کړې یې د پېښور ښار د شمشتو په فیض المدارس مدرسه کې کړې او د حقاني ډلې له خوا د ځانمرګي برید د ترسره کولو په موخه کابل ښار ته رالېږل شوی وو.