کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني: د افغانستان تاجرانو او پانګوالو تل په سختو شرایطو کې له خلکو سره مرستې کړې دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1394 ساعت 18:00


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د هېواد له یو شمېر ملي تاجرانو او پانګوالو سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د جمهور رئیس اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال هم حضور درلود، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال د سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې. په هېواد کې د سوداګري د وضعیت په هکله یې جمهور رئیس ته خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.

جمهور رئیس محمداشرف غني د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته په هېواد کې د سوداګرۍ مسایلو ته په اشارې وویل، د افغانستان تاجران او پانګوال د ملي یووالي ممثل دي او د ملي اقتصاد او هوساینې په وده کې مهمه ونډه لري.

د هېواد جمهور رئیس د کندز له خلکو سره د تاجرانو او خصوصي سکتور مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، ملي تاجرانو تل په سختو شرایطو کې د وطندوستي د حس پر بنسټ له خلکو سره مرستې کړې دي او خپله دیني او ملي دنده یې ترسره کړې ده.

جمهور رئیس غني د هوایي ډګرونو په هکله وویل، حکومت لازم تدابیر په پام کې لري، چې د سوداګري وضعه ښه شي او د هوایي ډګرونو له لارې د سوداګریزو مالونو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي. هغه زیاته کړه، چې دا تدابیر کېدای شي په راتلونکي د پانګونې وضعیت ښه کړي.

جمهور رئیس د هرات د سلما بند په هکله وویل، دا بند ۶۰ ملیونه متر مکعب اوبه زېرمه کوي، چې د ځمکو د خړوبولو تر څنګ بزګرو ته د کار زمینې هم برابروي. هغه زیاته کړه، چې د هرات او بلخ ولایتونه په راتلونکي کې د اورګاډي کرښې په دو سیستمونو وصلېږي چې ښایي د سوداګري د وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولري.

جمهور رئیس د دې کتنې په پای کې وویل، د خصوصي سکتور له هرې برخې سره جلا جلا ګورم او راتلونکې اونۍ به لویه اقتصادي غونډه جوړه شي، تر څو خلک د سوداګرۍ له وضعیت څخه خبر شي.#


د مطلب کود: 117235

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117235/جمهور-رئیس-غني-د-افغانستان-تاجرانو-او-پانګوالو-تل-په-سختو-شرایطو-کې-له-خلکو-سره-مرستې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com