جان مک کین پرون د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته په وینا کې وویل؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه د مهمو زده کړو په حال کې دي؛ خو د نړېوالو استخباراتي؛ لوژیستیکي او هوايي مرستو ته اړتیا لري.
جان مک کین، که موږ د عراقه له بحرانه یو درس اخیستی وي؛ هغه به دا وي چې جګړه یوازې د سیاستمدارانو په خبرو نه خلاصیږي. په افغانستان کې د دې نښې له ورایه لیدل کیږي. کله چې بارک اوباما په افغانستان کې د پوځي ماموریت پاي اعلان کړ؛ داعش په جګړه کې له طالبانو سره ملګری شو او موږ ولیدل چې د کندز د نیولو هڅه یې وکړه.
جان مک کین پرون څرګنده کړه چې وسله وال طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته سترګي په لار دي؛ خو ویې ویل چې هغه امریکاييان چې قرباني يې ورکړي له افغانستانه لاس نه شي اخیستلاي.