کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

17 تنه وسله وال مخالفین وژلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 میزان 1394 ساعت 10:32


په تیرو 24 ساعتونو کې د 205 اتل قول اردو ځواکونو لخوا د عملیاتو په لړکې (17)تنه وسله وال مخالفین وژلی ،(6) تنه ژوبل ګړی دی،او (52)کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او شنډشویدي هدارنګه د انفجاریه مواد ډګ (1)عراده زرنج موټرسایکل کشف او په سیمه کی یی چاودنه ورکړیده.

کندهار

د  205اتل قول اردو د دریمی پلی لواء منسوبینو دکندهار ولایت د میوند او ژیری ولسوالیو کې د ده میوند او پوزنجیر په سیمه کی دعملیاتوپه ترڅ کې (9)تنه وسله وال مخالفین وژلی،(2)تنه ژوبل ګری او هدارنګه دانفجاریه مواد ډګ (1)عراده زرنج موټرسایکل ، د BM12 (۴) فیره مرمی ا(51) کړی ډول ډول ماینونه کشف او په سیمه کی یی چاودنه ورکړیده.

ارزگان

ددی ترڅنګ داتل قول اردو د څلورمی پلی لوأ پرسونل د ارزګان ولایت د چوره ولسوالی د نثاراحمد کمپ په سیمه کې (8) تنه وسله وال مخالفین وژلی او(2)تنه ژوبل ګړی دی.

زابل

همدارنګه داتل قول اردو د دوهمی پلی لوأ پرسونل دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتوکې (1) کړۍ ماین کشف او شنډشویدي .


د مطلب کود: 117302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117302/17-تنه-وسله-وال-مخالفین-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com