ښاغلي عبدالله چې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل چې د کندز د تصفیې په برخه کې پرمختګونه شوي او یو شمېر خلک خپلو کورونو ته ستانه شوې دي:
((پرمختګونه شوي دي، یو شمېر خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوې دي. خو لاهم کار روان دی، اساسې حل لاره دا ده چې ان شاءالله د کندز د امنیت تامین لپاره جدي اقدامات ترسره شي؛ ترڅو پاتي ستونزې هم حل شي.))
نوموړي وویل، د بغلان کندز ـتالقان کندز ترمنځ موصلاتي لارې چې د جګړې له امله تړل شوې وې؛ بېرته پرانیستل شوي او خلک پرې تګ راتګ کوي.