کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې دطالبانو د یوې ترهګرې ډلې نیول کېدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 میزان 1394 ساعت 14:57


د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د رحمت الله په مشرۍ چې په ډنګر مشهور دی؛ دطالبانو یوه ترهګریزه یوولس کسیزه ډله چې د کندهار ولایت په اړوندو سیمو کې یې په ترهګریزو چارو لاس پورې کاوه نیولې ده.

نیول شوو کسانو منلې چې؛ دکندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ د قومي مشر نیک محمد، د ملي پوليسو د دوو ساتنمنانو او یو دولتي کارکوونکي د وژلو په ګډون یې په ګڼ شمېر ترهګریزو کړنو کې لاس لرلی دی.


د مطلب کود: 117757

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117757/په-کندهار-کې-دطالبانو-د-یوې-ترهګرې-ډلې-نیول-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com