کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګه: امریکا باید افغان ځواکونه تجهیز او تمویل کړي

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 26 میزان 1394 ساعت 15:33


د مشرانو جرګې غړو نن د دغه جرګې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ؛ که چېرې امریکا په افغانستان کې د امنیت ټینګښت غواړي؛ نو باید د افغان سرتیرو د تمویل او تجهیز په برخه کې پوره همکاري وکړي.

هغوی په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د پنځه نیم زره امریکایي عسکرو پاته کېدل د امنیت ټینګښت ته کافي ونه بلل.

مشرانو جرګې همدارنګه له امریکا وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو دغه هېواد په افغانستان کې له خپلو لاسوهنو ډډه وکړي.


د مطلب کود: 117815

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117815/مشرانو-جرګه-امریکا-باید-افغان-ځواکونه-تجهیز-او-تمویل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com