کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې ملي ټیم ته د ۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1394 ساعت 14:09


افغانستان له خپل کوربه سره مخکینۍ لوبه په لوی توپیر بایللې وه.

په پرونۍ لوبه کې لومړی بېټنګ افغانستان وکړ او په پنځوسو اوورونو کې یې شپږ لوبغاړي وسوځېدل او ۲۷۱ منډې یې جوړې کړې.

د زیمباوې ټول لوبغاړي په څه کم ۴۷ اوورونو کې په داسې حال کې وسوځېدل چې ۲۱۳ منډې یې جوړې کړې او د ۲۷۲ منډو ټاکلی هدف یې پوره نه شو کړای.

په افغان لوبغاړو کې پخواني کپټان محمدنبي او نورعلي ځدراڼ په بېټنګ کې ښه وځلېدل.

نبي په ۱۲۱ توپونو ۱۱۶ او ځدراڼ په ۹۹ توپونو شپېته منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په دې لړۍ کې له زېمبابوې سره د سه شنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځو درې نورې لوبې هم وکړي.


د مطلب کود: 117856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117856/افغان-کرکټ-ملي-لوبډلې-د-زیمبابوې-ټیم-ته-۵۸-منډو-په-توپیر-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com