دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 118112
د کرکټ یو ورځنیو سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیده
افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په تاریخ کې د دویمې درجې غړیتوب لرونکې دویمه لوبډله ده چې د نړېوالو یو ورځنیو سیالیو لړۍ کې یې د کرکټ د نړېوالې شورا له بشپړ غړیتوب لرونکې هېواده دا لوبې وګټلې.

د پنځه نړېوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه پرون د زمبابوې په بولاوایو ښار کې وشوه.

د دغې لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغان کرکټ ټیم ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۶ منډو هدف وټاکه.

خو د زمبابوې لوبډلې هدف پوره نه کړی شو او د لوبې په ۴۵ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

په دې توګه افغانستان له پنځو څخه د درې لوبو په ګټلو د دې پنځه ورځنیو نړېوالو لوبو ګټونکی شو.

د افغانستان کرکټ بورډ ریس نسیم دانش له ازادي راډیو سره خبرو کې دا یوه تاریخي بریا وبلله.

د دانش په وینا دا بریا به د افغانستان کرکټ لوبډلې ته د نړېوالو لا ډیره پاملرنه ور واړوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcjvoev8uqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته