دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 118177
د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې لپاره دوه رهبري دا کمېټه له ستونزو سره مخ کړې
د المپیک ملي کمېټې نوي ټاکل شوي مشر جنرال ظاهر اغبر آزادي راډیو ته وویل چې د المپيک دروازه د ټولو په مخ خلاصه ده او هر څوک کولای شي لوبغاړي تشویق کړي؛ خو د تېر اداري پلاوي رسمیت دوی ته د منلو وړ نه دی.

ښاغلي اغبر وویل چې د ده په مشرۍ رهبري پلاوی د المپیک نړېوالې کمېټې لپاره رسمیت لري او له همدې امله هم په نړېوالو غونډو کې برخه اخلي:

((نړیواله ټولنه ما په رسمي توګه پيژني. د ورزش نړېوال سازمان چې ۲۰۴ هېوادونه یې غړیتوب لري ما په رسمیت پيژني او په همدې خاطر مې ترکمنستان ته سفر وکړ. هند ته د جنوبي آسیا سیالیو لپاره ځم او اوس هم امریکا ته روان یم.))

د ښاغلي اغبر په خبره ده له درېیو کلونو وروسته د المپيک ملي کمیټې د ریاست په انتخاباتو کې برخه واخېسته او پخوا یې د ځینو سیاسي لاسوهنو په خاطر خپله دنده پرېښې وه.

اخوا د المپيک ملي کمېټې پخوانی سکرتر جنرال محمود حنیف وايي چې دی اوس هم د المپيک نړېوالې کمېټې لپاره رسمیت لري او نور کسان په رسمیت نه پيژني.

ښاغلي حنیف وویل چې د المپيک ملي کمېټې لپاره شوي انتخابات شفافه نه وو او په هغو سفرونو کې چې نوې رهبري په کې برخه اخلي؛ د خپلو شخصي اړیکو له مخې یې دي.

((رسمي سفرونه رسمي بلنلیکونو ته اړتیا لري. خو په دې برخه کې ان د المپيک نړیوالې شورا او اسیايي شورا کې هم شخصي اړیکې او پيژندنې هم رول لري. دوی هم د همدغو اړیکو په اساس ځي.))

ښاغلي حنیف وویل چې دا ستونزه کولای شي د لوبغاړو په پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.

اخوا د ورزش د برخې کارپوهان وايي چې دا ډول ستونزې به د ۲۰۱۶ کال د المپیک سیالیو ته د افغان لوبغاړو په تیاریو منفي اثر ولري.

یوه افغان کارپوه او لیکوال حامد علمي وویل چې المپيک کمطټه یو غیردولتي اداره ده چې د انتخاباتو له لارې یې اکثره ستونزې حل کیږي او ضرور ده چې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره هم حکومت منځګړیتوب وکړي.

((په لومړۍ مرحله کې خپله فدراسیونونه کولای شي یو کار ترسره کړي. په دویم مرحله کې خپله حکومت مداخله کولای شي؛ په غیر مستقیم ډول. خو دا مداخله باید غیر مستقیم وي. کیدای شي دا مداخله د پارلمان او مدني ټولنو په سطحه وي؛ خو ښه به وي چې دا کار خپله فدراسیونونه وکړي.))

د المپیک د ملي کمېټې د پخوانیو او اوسنیو مشرانو لانجو فدراسیونونه هم په کرار پرېنښودل او د اکثرو فدراسیونونو تر منځ لانجې رامنځته شوې.

د والیبال، ووشو، تکوانډو، سوک وهنې هغه فدراسیونونه دي چې له دغو لانجو په امان پاتې نه شول او په نتیجه کې لسګونه تکړه ملي لوبغاړي له افغانستانه ووتل او اوس ویل کیږي چې په ځینو برخو کې به افغانستان د ۲۰۱۶ کال په المپيکي سیالیو کې استازی هم ونه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdca0an6049n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته