کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ ملي ټيم به سبا جمعې د اتلولۍ له دوو جامونو سره هېواد ته راستون شي

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 7 عقرب 1394 ساعت 14:07


د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل افغان ټيم د پرونۍ شل اوریزې لوبې تر بریا وروسته د دوو شل اوریزو لوبو جام وګاټه او ترهغې یې مخکې د پنځو یو ورځنیو لوبو په ټورنمنټ کې د دریو په ګټلو سره اتلولي تر لاسه کړې وه.

په پرونۍ لوبه کې زیمبابوې په شلو اورونو کې۱۹۰ منډې وکړې چې په ځواب کې یې افغان ټیم تر وروستي باله لوبه وکړه او ویې کړای شول د عثمان غني د ۶۵ او ګلبدین نایب د۵۶ منډو په مټ یاد هدف پوره کړي او د کرکټ نړېوالې شورا بشپړغړي نه د لوبې په ګټلو سره ریکارډ ثبت کړي.

 


د مطلب کود: 118351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/118351/د-کرکټ-ملي-ټيم-سبا-جمعې-اتلولۍ-له-دوو-جامونو-سره-هېواد-ته-راستون-شي

آوا
  https://www.avapress.com