کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه روسۍ مسافر وړونکې الوتکه په مصر کې لوېدلې ده

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 9 عقرب 1394 ساعت 16:28


مصري چارواکو ویلي چې دغه الوتکه لږ وروسته له هغه چې د شرم الشیخ له هوایي ډګره والوته له راداره ورکه شوه. د مصر د صدراعظم شریف اسماعیل دفتر ویلي چې الوتکه په منځني سینای کې رالویدلې ده. د روسیې د هوایي چلند ادارې وړاندې راپور ورکړی و چې د دوی مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې ده. د دغې ادارې ویاند "سرګي ایزفولسکي" تاس خبري آژانس ته ویلي چې د لومړنیو راپورونو له مخې A320 ډوله مسافر وړونکي الوتکه له شرم الشیخ څخه د سنت پټرز برګ پر لاره وه چې له راداره ورکه شوه. دی وایي، په دې الوتکه کې ۲۱۲ تنه مسافر او عمله سپاره وو.


د مطلب کود: 118424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/118424/یوه-روسۍ-مسافر-وړونکې-الوتکه-په-مصر-کې-لوېدلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com