کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۰ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 عقرب 1394 ساعت 14:11


د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۱۰ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول .

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په ننګرهار،تخار،کندز،بدخشان،کندهار،ارزګان،لوګر،پکتیا او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۰ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۶ تنه ټپیان شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.



د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.


د مطلب کود: 118466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/118466/۱۰-تنه-د-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com