دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 118467
مسعود: له طالبانو سره سوله کاملاً یوه غیر معقوله خبره ده
دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت یو لوړ پوړی چارواکی له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې غیر معقولې ګڼي او ټینګار په دې کوي چې د دې خبرو دوام د پاکستان ګټې تامینوي.

د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهو رییس ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود په دې باور دی چې د افغانستان جنګ له طالبانو سره نه بلکې دا جنګ له پاکستان سره دی.

هغه وايي چې د سولې په اړه خبرې کول د پاکستان ګټو د تامین لپاره د فرصت لټول دي.

"تر هغې چې پاکستانیان خپلو اهدافو او ګټو ته ونه رسیږي؛ دا جنګ نه پریږدي او دا مساله چې له طالبانو سره سوله کاملاً یوه غیر معقوله خبره ده؛ دا یوازې د پاکستانیانو د ګټو د تامین لپاره یو فرصت دی.

د یوې مزدورې او ترهګرې ډلې سره سوله د نړۍ په هېڅ کوم ځای کې نه ده شوې؛ زموږ په هېواد کې روان جنګ له پاکستانیانو سره جګړه ده؛ نه د طالبانو سره، نو بنا دغه جنګ به زموږ په هېواد کې یو اوږد جنګ وي."

ښاغلی مسعود وايي چې د دې اړتیا ده چې په افغانستان کې د یوه اوږده جنګ لپاره تیاری ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغان حکومت نورو لوړپوړه چارواکو ویلي چې د هغو خلکو پر وړاندې د سولې د خبرو دروازه نه بندوي چې سولې ته لېوالتیا لري.

اجراییه رییس بیا په خپل وروستي خبري کانفرانس کې وویل چې افغان حکومت باید د قدرت له موقفه د سولې خبرې پر مخ بوځي.

په هېواد کې وروستی زیاتې شوي ناامني د دې سبب شوي چې له اوږدې مودې راهیسې افغان چارواکي پاکستان ته د ملامتیا ګوته ونیسي او تر ډېره په خپلو خبرو کې له هغه هېواده شکایت وکړي.

پاکستان بیا په اوس وخت کې یو وار بیا لېوالتیا ښودلې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په خبرو کې منځګړیتوب وکړي؛ خو افغان لوري بیا ویلي چې دا باور هلته کېدای شي چې پاکستان د ترهګرو او د افغان حکومت د مخالفینو پر وړاندې رېښیتینې مبارزه پیل کړي.

د سیاسي چارو څيړونکي وايي چې افغان حکومت نباید د سولې د خبرو پروسه بنده کړي؛ بلکې په هرو ممکنو لارو سولې ته د رسېدو هدف تعقیب کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې محب الله شریف ازادي راډيو ته وویل چې د جمهور رییس د ځانګړي استازي داسې باور او څرګندونې د هغو طالبانو په دریځ کې بدلون راوستلای شي چې سولې ته لېوالتیا لري.

"دا خبره غلطه ده، افغانستان باید د سولې او پخلاینې خبرې هېڅکله او د هېڅ کومې ډلې پر وړاندې ونه دروي دویم دا چې هر هغه څوک چې له افغانستان سره مینه او اخلاص لري او هېواد ته ژمن دي باید له هغو خلکو سره اړیکه موجوده وي؛ تر څو له هغوی سره تفاهم ته ورسیږو او هېواد له دغو بدبختیو وژغورو."

د سولې د خبرو اوږدې او د ځينې کارپوهانو په وینا بې نتیجې پروسې که د خلکو په وړاندې هم ډېرې پوښتنې راولاړې کړي دي خو بل لورته ډير خلک یې په دوام هم ټینګار کوي.

دوی په دې اړه له ټولو شکایتونو سره پوښتي چې که ځینې طالبان خبرو ته غاړه هم کیږدي ایا بیا به په هېواد کې امنیت ټينګ شي او که نه؟

دا او ډيرې نورې هغه پوښتنې دي چې بې ځوابه پاتې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcce4qsm2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته