کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي امين جان کوچی د خپلو دوو تنو محافظينو سره په ننګرهار کې ونيول شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 عقرب 1394 ساعت 16:53


دملي امنيت عمومي رياست منسوبينود ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د لغمان ولايت لپاره د وسله والو طالبانو لخوا نومول شوی والي امين الله کوچی له دوه تنه ساتونکو سره و نيول شو.
نوموړی یوه میاشت مخکې د پیښور څخه لغمان ولایت ته د یو شمېر تخريبې کړنو لپاره راغلی و چې د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو په سيمه کې ونيول شو.
امين جان کوچی لس کاله کېږي چې د خوست، مزارشريف او لغمان ولایتونو لپاره یې د وسلوالو طالبانو د لوري د نومول شوي والي په توګه دنده تر سره کړې ده. چې د خپلو تروريستي فعاليتونو په لړ کې یو شمېر بې ګناه هېوادوال په شهادت رسولي دي.


د مطلب کود: 118568

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/118568/لغمان-لپاره-د-طالبانو-لخوا-نومول-شوی-والي-امين-جان-کوچی-خپلو-دوو-تنو-محافظينو-سره-په-ننګرهار-کې-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com