د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو پر وخت ګام په ترڅ کې د طالبانو ډلې یو تن قوماندان سید محمد الدین مشهور په سعادت دده له یو تن ساتونکي عنایت الله د عبدالغنی زوی سره چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو بوخت وو؛ هغه مهال چې غوښتل یې له فاریاب ولایت څخه د پاکستان کویټې ښار ته وتښتي په هرات ولایت کې نیولی دی.
نیول شوي قوماندان منلې چې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې رغنده ونډه لرلې ده.
نیول شوي قوماندان منلې چې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې رغنده ونډه لرلې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)