دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 118782
په کابل ښار کې له یوه ستر ترهګریز برید مخنیوی
د حقاني ترهګرې ډلې هوډ درلود چې د (38754 5-) جعلي لمبر پلېټ لرونکي سراچه ډوله ټکسي موټر څخه په ګټنې چې په کې په ځېرکانه ډول په زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، د ټانګ ضد ماینونه، د توپ خسته او لاسي بمونه ځای پر ځای شوي وو په کابل ښار کې په یوه مهم دولتي بنسټ ترهګریز برید ترسره کړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې د لوګر- کابل د لویې لارې په اوږدو کې د موټر له لېږدونکي سره د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو له خوا ونیول شو.

ددغه موټر بم په نیولو سره له نیکه مرغه د یوه ستر ترهګریز برید مخه ونیول شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc44qsi2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته